کابل / د لړم ۱۶مه / باختر
د آریانا هوايي شرکت اعلام وکړ چې سبا عربي متحدو اماراتو ته خپلې الوتنې له سره پیلوي.
له مخکېني حکومت تر نسکورېدو وروسته، په افغانستان کې د مسافروړونکو او سوداګریزو الوتکو د تګ راتګ بهیر ودرول شو، خو اوس دغه بهیر بېرته د عادي کېدو په حال کې دی.
ټاکل شوې ده اماراتو ته د آریانا لومړنۍ الوتنه سبا د یوشمېر مسافرینو په لېږدولو سره، له سره پیل شي.
دغه هوايي شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې له دې وروسته به هره ورځ لږ تر لږه یوه الوتنه د مسافرینو د لېږدولو په موخه عربي متحدو اماراتو او همدارنګه کابل ته ترسره شي.
وهاج