کابل باختر د مرغومي دمياشتې ٢٠ :
څوارلس تنه بهرني طالبان په کندز ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه پرون ناوخته د خان آباد ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې يوشمېر يرغلګرو د پوځيانو په ګزمې بريد وکړ .
په کندز ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې ١٤ تنه بهرني وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: ښايي وژل شوي کسان د پاکستان او تاجکستان د هېوادونو اتباع وي.
ويل کيږي؛ په دې نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ