په ژوري خواشيني سره مې خبرترلاسه کړ چې دپوهنتون يو استاد اودپوهنې خدمتګار ډاکتر حسين علي راموزي دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
انالله اوانااليه راجعون
ارواښاد ډاکترحسين راموزي دکابل ، هرات اوالبيروني په پوهنتونونو کې داستاد په توګه خدمت وکړ اوپه وروستيو کلونو کې دپوهنې په وزارت کې دتعليمي نصاب دمتخصص په توګه کار وکړ . مړينه يې ضايعه ده .
دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږي مراتب دده کورنۍ او دوستانو اودغور ولايت خلکو ته څرگندوم اودلوى خداى ج له دربار څخه متوفي ته دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبرهيله کوم.