کابل باخترد ثور دمياشتې ٣٠ :
دجلال آباد ښار د ورزشي لوبغالى د جوړولو کار په نږدې راتلوونکي کې بشپړيږي.
ددغه لوبغالى د جوړولو کار دوه کاله مخکې د ديارلس جريبه ځمکې په ساحه کې د اتلسو زرو تنو په ظرفيت د المپيک دملي کميټې له پرمختيايي بودجې څخه د يوسلو پنځلسو مليونو افغانيو په لګښت پيل شو.
د المپيک دملي کميټې لوى رييس محمدظاهر اغبر نن ددغه ورزشي لوبغالى دجوړولو دکار بهير وکوت او دجلال آباد ښار د دوه ويشتو فدراسيونونو له ورزشکارانو اومسوولينو سره يې وکتل.
ظاهر اغبر ددغه لوبغالى د جوړولو دکار بهير دګړندي کولو په خاطر اړوندو مسوولينو ته لارښوونې وکړې او ددغه ولايت د ورزشي فدراسيونونو د مسوولينو دځينو ستونزو دڅيړنې ژمنه يې وکړه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ