فرهنګ

حسينه صافۍ: زموږ زيات تمرکز په ملي يو والى دى

کابل/ باختر/ د مرغومي دمياشتې ۱۱مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ نن د «باختر آژانس» له بېلابېلو برخو څخه په کتنه کې وويل: زموږ زيات تمرکز په ملي اتحاد دى.
د باختر آژانس دخبريال د خبرله مخې :
د دغې کتنې په بهيرکې په داسې حال کې چې د «باختر آژانس» رياست د سرپرست سيد حبيب سادات له خوا د دغه خبري آژانس د بېلابېلو برخو د کار په باب معلومات وړاندې کېدل، د «باختر آژانس» کارکوونکو هم د حقوقو او امتيازونو، د خبريالی د کار د اړتيا وړ وسايلو، د ترانسپورتي وسايطو د کمښت او د لازمو امکاناتو د نشتوالي له پلوه خپلې يو لړ ستونزې او غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې .
دوى د خپلو ستونزو او غوښتنو د څيړنې په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز د «باختر آژانس» د رياست سرپرست څرګنده کړه: که چيرې لازم امکانات او امتيازونه په واک کې ورکړل شي، د دغه خبري آژانس په ښه کار به مثبته اغېزه وکړي .
سادات زياته کړه چې «باختر آژانس» هره ورځ څه د پاسه ۸۰ خبرونه، رپوټونه، مرکې او نور اطلاعات په پښتو، دري او انګليسي ژبې برابروي او د دغه خبري آژانس د ويب سايټ، ملي راډيو ټلويزيون، د انيس، اصلاح، هېواد او د کابل ټايمز ورځپاڼې له لارې د هېواد او نړۍ د خلکو په واک کې ورکوي.
ده زياته کړه: په منځني ډول هره ورځ څه دپاسه ۷ زره ۳۰۰ تنه مينه وال  د «باختر آژانس» د ويب سايټ له لارې ددغه خبري آژانس له خبرونو، رپوټونو، مرکو او نورو اطلاعاتو څخه استفاده کوي  .
حسينې صافۍ د «باختر آژانس» د مسوولينو او کارکوونکو کارونه چې په لږو امکاناتو زيات کارونه کوي، وستايل او څرګنده يې کړه چې د امکان تر پولې پورې دغه غوښتنې او ستونزې څيړل کيږي .
دې د اطلاع رسونې په لاره کې د دغه خبري آژانس رول ارزښتناک وباله او ټينګار يې وکړ : زموږ زيات تمرکز  په ملي يو والى دى.
  ختم_ عطاالله _ اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته