امنیت

دحقاني دشبکې يو فعال غړى ونيول شو .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دحقاني دشبکې يو فعال  غړي په لوګر ولايت کې ونيوه .
  دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ نيول شوي سړي  سردار نوميږي او په حقاني شبکې پورې اړه لري   ده دلوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په واټونوکې دماينونو په ښخولو او په تروريستي فعاليتونوکې فعاله ونډه لرله دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا له اتيا کيلوګرامو چاوديدونکو توکو ،  يوه کلاشينکوف  څلور شارژورونه  يوې پنځه ډزې وسلې او دکلاشينکوف  له  ٤٠٠  ګوليو سره ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته