سیاست

قانونپوه سروردانش : دملکي خدمتونو دکارکوونکو داستخدام په بهير کې بدلون په لومړيتوب کې ځاى لري .

کابل باختر د کب دريمه :
دبيلابيلو دولتي ادارو يوشمير کارکوونکو نن له غرمې وروسته  دجمهور رييس  له مرستيال  قانونپوه سروردانش سره وکتل . او ددولتي ادارو په جوړښت کې دخلکو په عادلانه مشارکت باندې دټينګار په ترڅ کې په دولتي ادارو کې  دمسلکي او غوره اشخاصو دجذب په مقصد ددغه بهير  په شفافيت باندې تينګار وکړ .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال دې ته په اشارې سره  چې دملکي خدمتونو دکارکوونکو داستخدام بهير له ستونزو سره  يوځاى دى  وويل  دملکي خدمتونو دکارکوونکو داستخدام په بهير کې بدلون په لومړيتوب کې ځاى لري او تصميم پردې دى  چې  په قانوني لحاط  او داستخدام  دميکانيزم  له مخې  دلازمو بدلونونو په راوستلو سره  دملکي خدمتونو دکارکوونکو  داستخدام بهير لازيات شفاف شي .
قانونپوه سرور دانش دغه راز وويل  دڅه دپاسه  يوې  لسيزې  په بهير کې  دملکي خدمتونو دکارکوونکو داستخدام دبهير په څرنګوالي کې دغوره  اومسلکي اشخاصو دجذب په مقصد  پرمختګونه شوي دي .
  خو  دغه پرمختګونه په هيڅ صورت  کافي نه دي  .
  ده تينګار وکړ  چې دملي وحدت په حکومت کې تصميم پر دې دى چې  دشفافيت ،  غوره سالاري  او دانډول  دتامينولوپه مقصد  دملکي خدمتونو دکارکوونکو  داستخدام  په څرنګوالي او ميکانيزم کې  رغنده بدلونونه  رامنځته شي .
  دکتنې برخه والو دزده کړې  خاوندو ، مسلکي او غوره  اشخاصو دجذب  په برخه کې  دځينو  دولتي ادارو دچلند دڅرنګوالي له امله شکايت وکړ او ددغه بهير  دشفافيت او له اوسنيو ظرفيتونوڅخه  داستفادې  په لاره کې  يې  دملي وحدت دحکومت  دمشرتابه هيئت په پاملرنې باندې ټينګار وکړ .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته