امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دلسوتنو وسله والو طالبانو وژل کېدل.

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دافغانستان په ختيځ کې په کونړ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه  جګړه ماران پرون کله يې چې غوښتل ديولړ تروريستي بريدونو ته تياري ونيسي ، دغازي اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان اوناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې څوتنه وژل شوي طالبان په ځانمرګو واسکټونو سمبال وو او غوښتل يې په  غازي ابادکې پريو هدف بريد  وکړي .
ويل کېږي چې ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې افغان او دناټو پوځيانو اوملکې وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته