روغتیا

د جوزجان له يوه روغتيايي مرکز سره د يوه سمبال امبولاس مرسته وشوه

شبرغان باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
په روغتيايي وسايلو سمبال يو امبولانس نن د جوزجان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته وسپارل شو.
دغه امبولانس پخوا د سعودي عربستان له خوا د عامې روغتيا له وزارت سره مرسته شوې وه .
د فيض آباد ولسوالې سايرې شکيب د جوزجان د والي لطف الله عزيزي له خوا د دغه امبولانس د تسليمۍ په وخت کې مننه وکړه او ويې ويل چې د دغه امبولانس په فعاليت سره به د دغې ولسوالۍ د خلکو يو څه روغتيايي ستونزې لرې شي . 
دې  د دغې ولسوالۍ د اوسيدونکو په تېره بيا ميندو او ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت د مسوولينو د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته