امنیت

نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دليندي شپاړلسمه :
  نولس تنه وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دکونړ، لغمان، قندهار، ميدان وردګو، لوګر او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ درې تنه ټپيان او درې تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: دملي پولسيو منسوبينو د وسايطو ضد درې ماينونه چې نوى د وسله والومخالفينو له خوا دفارياب او قندهار د ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شندکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته