کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دداعش دډلې افراد دجوزجان ولايت ددرز اب ولسوالۍ د ديرشو ښوونځيو په ودانيو کې ځاى پرځاى شوي دي .
دجوزجان ولايت د درز اب ولسوالۍ سرپرست باز محمد داود دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغو داعشيانو ددغې ولسوالۍ دديرشو ښوونځيو په ودانيو کې خپل پوځي تجهيزات ځاى پرځاى کړي دي .
دجوزجان دولايتي شورا غړي وويل دداعش افرادو درې مياشتې مخکې ددغو ښوونځيو جهيزات له منځه وړي دي او داسلامي خلافت دنصابو له تطبيق څخه خبرې کوي .
ده زياته کړه که سيمه ئيز او مرکزي حکومت ددغې ولسوالۍ امنيت ته پاملرنه ونه کړي ماشومان او ځوانان به بې سواده او بې برخليک پاتې شي . او اکثريت به يې دداعش ډله جذب کړي .
ختم_س عيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل