خبرونهنړۍ

د اسرایلي ظلمونو نوې بڼه؛ صهیونست پوځونو د ملکي وګړو پر راټولېدنو چاپې پیل کړي

نړۍ، د سلواغې ۲۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته تر هغې چې اسرایلي ځواکونو د غزې په خان یونس سیمه کې د النصر روغتون محاصره او وروسته یې پرې برید وکړ، ویل کېږي، دغلته یې لسګونه ملکي فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړي او شاوخوا سل تنه نور یې نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

که څه هم اسرایلي پوځ ویلي، چې نیول شوي کسان د حماس غورځنګ غړي او وسلوال دي، خو د روغتون چارواکو ویلي، وژل شوي، ټپیان شوي او نیول شوي ټول ملکي وګړي دي.

د مسولینو په خبره نیول شویو کسانو کې د روغتون کارکوونکي، روغتیاپالان، ناروغان او دغلته راټول شوي نور ملکي وګړي شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته