امنیت

په کابل ښارکې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
پوليسو نن دکابل ښار دنهمې ناحيې په يوه ګڼ ميشت واټ کې يو ښخ کړى شوى بم کشف او شنډ کړ.
دکابل ښار دنهمې امنيتي حوزې دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې آمر روح الله دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بم د دولت دوسله والو مخالفيو له خوا دنهمې حوزې دودانۍ په وړاندې په يوه زيارت کې چې يوه عمومي واټ ته څيرمه موقعيت لري؛ ښخ کړى شوى و.
ده وويل : دغه  بم  دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ د استحکام دمنسوبينو دټيم له خوا کشف او شنډ کړى شو او ديوې ډار اچوونکې پيښې مخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته