امنیت

دولس تنه ونيول شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د ننګرهار ولايت د ملي امنيت منسوبينو د دريو ورځو په بهيرکې ١٢ تنه د جلاجلا قضيو په تور نيولي دي.
د ننګرهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول احمد ضيا عبدالزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دننګرهار ولايت د مومند درې په ولسوالۍ کې په دريو جلاجلا قضيو کې د داعش د ډلې ٢ تنه قوماندانان، ٨ تنه ماين جوړونکي او ٢ تنه نور د چهارتراش لرګيو د قاچاقو په تور نيول شوي دي .
خبرځاى وويل: له هغوکسانو څخه چې د مقناطيسي ماينونو د جوړولو او لګولو مسووليت لري؛ څو ريموټ کنترول، لاسي بمونه او شپږ ميله وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته