امنیت

دداعش دډلې پنځه تنه غړي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دلړم  يو ويشتمه :
دشاهين  ٢٢ دګډو محاربوي  عملياتو په دوام پرون دداعش په ډلې پورې اړوند پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول او يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دغه عمليات دداعش دډلې دغړو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په موخه دملي پوليسو سرحدي پوليسو او دعامه نظم دپوليسو او دملي امنيت دځواکونو په ګډوهلوځلو سره د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا ددويم کنډک دقوماندانۍ په مشري پرون سهار دننګرهار ولايت  داچين ولسوالۍ په مربوطات کې پيل شوي دي چې له امله يې تراوسه پورې دداعش په ډلې پورې اړوند پنځه تنه  ډار اچوونکي وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي او دغه راز ددريو تنو وژل شويو ډار اچوونکو مړي، يو توغندى ويشتوونکي يوه پيکا  يوکلاشينکوف   يو يوډزې  او يوه تومانچه ترلاسه شوي او د دښمن له خوا يو ښخ کړى شوي ماين هم کشف او شنډ کړى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته