امنیت

د کابل ښار يوه واټ ته څيرمه د ماين په چاودنه کې ٣ تنه ټپيان شول

کابل/ باختر/ د وږي ۱٨مه
د کابل ښارد سليم کاروان د سيمې په واټ کې د ماين په چاودنه کې ٣ تنه ټپيان شول
د باختر اژانس د خبرله مخې ؛  د کورنيو چارو وزارت  د وياند مرستيال ويلي  دي دغه پيښه چې نن له غرمې مخکې په  يوولسو بجو او پنځو دقيقو رامنځته شوه د کابل ښار په لسمې ناحيې پورې اړوند د سليم کاروان او د شهيد څلورلارو ترمنځ  واټ کې   دځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې زيږنده ده .
د ده د څرګندونوله مخې ؛ په دې چاودونه کې٣ تنه برسيرن ټپيان شوي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته