کابل باختر دزمري لومړي :
وسله والو طالبانو په غور ولايت کې په پاى کې څلور تنه تښتول شوي ملکي وګړي آزاد کړل.
دغه ملکي وګړي درې ورځې مخکې د وسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند د يوشمېر يرغلګرو له خوا د فيروزکوه ښار له لوى لارې څخه تښتول شوي وو.
د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې وويل چې تښتول شوي کسان د سيمه ئيزو مسوولينو او د قومي مشرانو په هلوځلو سره د طالبانو له بند څخه آزاد او خپلو کورونو ته ستانه شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې شپږ تنه وسله وال طالبان په غور ولايت کې له پوځيانو سره په دووجلا جلا نښتوکې ووژل شول .
دغو طالبانو تېره شپه په دوه لينه ولسوالۍ او د غور ولايت د مرکز فيروز کوه ښار بازار ته څېرمه له پوځيانوسره نښته کړې وه .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبر له مخې:
د وسله والو طالبانو د ډلې يوه ډيپو د غور ولايت په تيورې ولسوالۍ کې کشف شوه .
ويل کيږي چې په دې ډيپوکې د ماينونو او چاوديدونکو توکو په ګډون يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل