امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
اووه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دقندهار ولايت د تخته پل ولسوالۍ په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونو تر په نښته کې ووژل شول.
دقندهار د والي ويندوى دواخان مينه پال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه هغه وخت ونښته چې طالبانو د تخته پل ولسوالۍ په مليدساحه کې دپوليسو په پوستې بريد وکړ.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې نښته کې اوو تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
مينه پال زياته کړه: ددغې نښتې په بهيرکې د دښمن اووه ميله سپکې او درندې وسلې، درې موټر سايکلونه او يو باروړونکى موټر هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته