روغتیا

خبرتيا

-کابل / دثور ٢٧مه /باختر :
دعامې روغتيا دوزارت خبرتيا
په افغان جاپان روغتون کې  په کرونا ويروس داخته کسانو دمنلو ظرفيت  بشپړ شوى دى اودمحمد علي جناح  دوه سوه بستريز روغتون دکابل ښار په لويديځ کې دناروغانو منلو ته چمتو دى .
دافغان – جاپان په ر وغتون کې دخدمتونو دکيفيت او ظرفيت په لوړولو سره  چې دکويد – ١٩ په ناروغى  اخته کسانو ته ځانګړى شوى دى او په  دغه روغتون کې په خدمتونودخلکو دباور دکچې په ښه والي سره  دغه روغتون ته  د مراجعينو ورتګ  زيات شوى دى . او تېره شپه  ددغه روغتون  دبسترو ظرفيت  بشپړ شوى دى .
دعامې روغتيا وزارت په کابل ښار کې دکرونا ويروس دمشکوکواو مثبتومواردو زياتوالي ته په پاملرنې سره په کابل کې  په کويد ١٩ ناروغى داخته کېدو په صورت کې دمشکوکو کسانو دمنلو په مقصد د تجريد اودرملنې  نور مرکزونه  ځانګړي کړي دي . چې له دې جملې څخه  دمحمد علي جناح دوه سوه بستريز روغتون  دسختو پېښو او ددراالامان ماڼۍ دمتوسطو پېښو دمنلو په مقصد په پام کې نيول شوي دي .
له دې وروسته کابل ښاريان کولاى شي  دکرونا ويروس  دنښو نښانو په کتنې سره  کولاى شي  خپل ناروغان  په دشت برچي کې دمحمدعلي جناح  دتجريد او درملنې مرکز ته چې دهېواد په کچه يوسمبال مرکز دى او د دارالمان ماڼۍ  دتجريد مرکز ته ولېږدوي .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته