سیاست

دڅارنې اوهمغږۍ دبرخې ( او-سي- بي ) اتمه غونډه جوړه شوه .

-کابل باختر د لړم  نهمه :
دڅارنې او همغږۍ دبرخې  او- سي- بي  اتمه غونډه دماليې دوزير اکليل حکيمي او دامريکا دسفارت دماموريت درييس دمرستيال ستيوباندي په ګډې  مشرۍ  سره دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې دملي امنيت دشورا سلاکار محمد حنيف اتمر ، دملي دفاع وزير عبدالله حبيبي او دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد هم ګډون کړى و .
دغه غونډه دوارسا اوبروکسل په کنفرانسونو کې دافغانستان دلاس ته راوړنوپه باب دنظر اچولو ،دافغانستان ددولت او دمالي مرستندويانو ترمنځ دژمنو دتطبيق او دهېواد دنظامي او دفاعي ځواکونو دکاري ظرفيت دلوړوپه موخه جوړه شوه .
  دماليې وزير اکليل حکيمي  دبروکسل کنفراسن دلاس ته راوړنو په باب په خبرو کې وويل دافغانستان دولت تل هلې ځلې  کوي چې دوارسا اوبروکسل  دکنفرانسونو برياليتوبونه  وساتي  او خلکو ته ښه اوګټور خدمتونه وړاندې کړي له فساد سره جدي مبارزه وکړي او نړيوالې ټولنې ته دمرستو باوري رپوټ وړاندې کړي .
دغه راز په دې غونډه کې دامنيتي برخې مسوولينو هم دوارسا اوبروکسل  دکنفرانسونو دلاس ته راوړنو ، له فساد سره دمبارزې  او له دغو کنفرانسونو وروسته ددولت دپلانونو دتطبيق په برخه کې خپل رپوټونه وړاندې کړل .
په پاى کې تخنيکي ډلو دنظريو له وړاندې کولو وروسته ددغو مواردو په باب خپله موافقه څرګنده کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته