کابل باختردمرغومي دمياشتې١٩نيټه :
په پکتيکا ولايت کې پرون د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
دپکتيکا ولايت دپوهنې رئيس کوچي ځاځي دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې ددغه منځني ښوونحي ودانۍ د پوهنې وزارت له بودجې څخه د١١ ميليونو افغانيو په لګښت ددغه ولايت د آريوب ځاځي ولسوالۍ د شوخيل درې په ساحه کې جوړيږي.
د دغې ودانۍ دکار دپرانيستلو په غونډه کې د دغه ولايت مسوولينو او د سيمې اوسيدونکو ګډون کړى و.
پاى ذکرالله