امنیت

دکورنيو چارو وزارت ابلاغيه

کابلباختر دغويي ٢٨ مـــــــه

دکورنيو چارو وزارت ابلاغيه

په دې وروستيو وختو کې په جګپوړو دولتي اوغير دولتي کسا نو پورې اړوند يوشمير وسايط له يوشمير وسله والو سا تو نکو سره چې په پيکا ،توغندي ويشتونکو او بمو نو سمبال دي په ښارو نو کې تګ را تګ کوي چې د عامه نظم دګډوډولو اود مزاحمت سبب شوي دي

 ددغه حالت د مخنيوي اود پو ليسو دقانون دپنځمي مادي اود افغانستان د اسلا مى جمهوريت د جمهوري رياست د١٣٩٠ کال دلړم د مياشتې د٢٤ نيټې د٥٠٥٤ ګڼه حکم له مخې دغه مرا تب ابلاغيږي

هيڅ يو حقيقي او حکمې شخص ددې حق نه لري چې په ښارو نو کې پيکا ،توغندي ويشتونکى او بمو نه وليږد وي هغه امنيتې ځوا کو نه چې درسمې د ندو په ا جرا کولو کې شا مل دي په دې کار  کې شا مل نه دي

هيڅ يو حقيقي او حکمې شخص چې له وسله والو ساتو نکو سره تګ راتګ کوي ددې حق نه لري چې دواټونو ،څلور لارو ،رستورانتونو دلارويا نو دتګ راتګ  اود واټ د ترافيکو دبهير په ګډون په عا مه اماکنو کې ودريږي او نظم اخلال کړي

له دغو مادو څخه دسرغړونې په صورت کې وسلې يي دپو ليسو دځواکونو له خوا راټوليږي او تر قا نو ني پو ښتنې لا ندې نيول کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته