-کابل باختر د زمري اوومه :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د عملياتوپه بهيرکې د مولوي حقيار د تروريستي ډلې يو قوماندان شرف الدين چې په هلمند ولايت کې د سيمه ئيزو پوليسو په يوې پوستې په بريدکې فعاله ونډه لرله او له امله يې ديرش تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شوي وو، نيولى دى .
دغه راز د ملي امنيت د لوي رياست موظفينو د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ د ديوالک په کلي کې له طالبانو سره د جګړې په بهيرکې د دغې ډلې يو قوماندان، شايسته د هغه له يوه همکار سره وژلى دى.
دغه راز د دغو عملياتوپه بهيرکې د پيکا يوه ماشينګڼه ، دوه کلاشينکوفونه او يو کرولا موټر هم د عملياتو د شامل ځواکونه لاس ته ورغلي دي.
0 1 دقیقه لوستل