نړۍ

د آلمان ايتلافي حکومت جوړيږي.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
د آلمان  راتلوونکى حکومت به  له يو ستر ايتلاف څخه  جوړ شي.
په آلمان کې له پارلماني انتخاباتو څه دپاسه درې مياشتې وروسته ، د مسيحي دموکرات او سوسيال مسيحى ګوندونو ، دجګپوړې گوندونو  له جګپوړ کميسيونونو  په دوام ، اوس د سوسيال دموکرات ګوند غړو هم په سلو کې د ٩٦،٧٥رايو  په اکثريت  سره  د يو واکمن  ايتلاف  لپاره د يو قرار داد له  لاسليک کولو سره موافقه کړې ده .
ټاکل شوې ده نن دايتلافي کابينې غړي اعلام شي ويل کيږي چې دوزيرانو په ټاکنو کې غير مترقبه تصميمونه نيول شوي دي .
دمثال په ډول لاين له مسيحي دموکرات ګوند څخه  ميرمن او رزولا فون ديرلاين
د رسنيو دمتفقو رايو دخبرله مخې ،  لومړنۍ ميرمن ده چې دآلمان د دفاع وزارت څوکۍ به ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته