خبرونهامنیت

په قندهار کې ۲۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
په قندهار کې ۲۳ تنه په جنایي جرمونو کې د لاس لرلو په اړوند ونیول شول.
پولیس وایي چې دغه کسان په ۲۴ ساعتونو کې د قندهار په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې نیول شوي دي.
پر نیول شويو کسانو د غلا، شوکمارۍ، لارنیونې او د نشه یي توکو د قاچاقو تورونه لګیدلي دي.
د قندهار پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې پولیسو دغه کسان د عملیاتو او د موټرو د پلټنې په بهیر کې نیولي دي.
ویل کېږي د نیول شویو دوسیې به ډېر ژر عدلي او قضایي بنسټونو ته واستول شي. پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته