سیاست

حامدکرزي دننګرهارولايت له يوشميرمشرانواوعالمانوسره وکتل.

کابل – باختر – د غبرګولي د میاشتې ۱۰
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د ننګرهارولايت له یو شمېر عالمانو او مخورو سره د خپل کار په دفت کې وکتل.
په دې کتنه کې د ننګرهار عالمانو او سپین ږیرو په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له بمباریو اندیښنه څرګنده کړه او له دغې ستونزې څخه د خلاصون لپاره د پخواني جمهور رئیس د مرستې او لارښوونې غوښتونکي شو.
دغو عالمانو زیاته کړه په دغو بمباریو کې پیرصاحب قمرالدین چې په ننګرهار کې یې د داعش ډلې پر ضد خپل غږ اوچت کړی ؤ او له دغې ډلې سره په مبارزې بوخت ؤ شهيد شو.
حامد کرزي د خواشیني په څرګندولو سره وویل چې د بهرنیو ځواکونو د بمباریو په اړه زما دریځ له پخوا روښانه او واضح دی او تل مې د دغه شان عملیاتو مخه نیولې او په کلکه مې غندلي او اوس هم له دغې ستونزې څخه د د خلاصون لپاره له هېڅ ډول مرستې او هلې ځلې څخه ډډه نه کوم. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته