امنیت

په قندهار کې دطالبانو ديو جګپوړي قوماندان وژل کيدل

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
دوسله والو طالبانو يو جګپوړى قوما ندان پرون په قندهارولايت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو. 
دغه جګړه  دپنجوايي ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې افغان  امنيتي ځواکونو دوسله والو طالبانو په پټنځي بريد وکړ.
دقندهار ولايت  دپوليسو يوقوماندان باختر خبري آ ژانس ته وويل  چې په دې نښته کې دوسله والو طالبانو يو قوماندان ووژل شو او درې تنه نور  جنګيالي ټپيان شول.
ده دطالبانو  د دغه قوماندان نوم  ياد  نه کړ خو ويي ويل  چې هغه په  پنجوايي ولسوالۍ  د ډير  تروريستي بريدونه  سازماندهي کوله.
ددغه پوځي عملياتو په بهيرکې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل  او چاوديدونکي توکي  هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته