امنیت

په لوګر کې پنځلس وسله وال طالبان ووژل شول

کابل /دتلې ٦مه /باختر
د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د مرکز په پورک او پادخواب شانې سیمو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د یوه مسوول په ګډون یولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي باختر اژانس ته وویل چې تېره هوايی ځواکونو په پورک او پادخواب شانې سیمو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په بریدونو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د یوه مسوول په ګډون یولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي چې پرون د مرکز پل علم په سرسنګ سیمه کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې چې پکې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته