امنیت

په پکتيکا کې دوسله والو طالبانو دسرزيات زيان

کابل باختردثور دمياشتي٣٠ نيټه :

په پکتيکا ولايت کې  ددوو عملياتو په بهيرکې څه ناڅه  ديارلس تنه وسله وال طالبان  وژل شوي اويو تن يي نيول شوى دى .

افغان پوځيان  وايي چې دغه جګړه مار طالبان ددوي دعملياتو په بهيرکي چې دناټو دالوتکو په ملاتړ دسرروضي او وازه خوا دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول   وژل شوي  او نيول شوي دي .

 درارسيدلو خبرونوله مخې  په دغو عملياتو کې چې تيره شپه  ترسره شول  دوسله والو طالبانو په لسګونو جنګي وسايل اويوه اندازه  چاوديدونکي توکي هم دافغان پوځيانو لاسته ورغلي دي .،

دپکتيکا  دوالي ويندوى مخلص افغان  باختراژانس ته  وويل  په لومړۍ عملياتو کي چې دسرروضي  دنودوبي په سيمه کې  ترسره شول يوه يوولس کسيزه ډله وسله وال طالبان دافغان ځواکونو سره دنښتي  اودناټو دبمباري په بهيرکې  ووژل شول.

ويل کيږي  چې دغه طالبان په پکتيکا کې دپوهنې په مسوولينو درواني مياشتې دخونړۍ بريد عاملين   بلل شوي دي  چې دښرنې ښار اوارګون  دولسوال په لاره کې وشوه .

په دويمو عملياتو کې دوازه  خوا دسرحدي ولسوالۍ داسماعيل خيلو په سيمه کې ترسره شول  دوه تنه وسله وال طالبان په داسي حال کې  چې په افغان سرتيرو بريدته  چمتو کيدل وو ژل شول او يوتن يي ونيول شو.

دپکتيکا دوالي ويندوى وايي ددغو دوو عملياتو په بهيرکې په لسګونو سپکي اودرندوي وسلې اويوه اندازه چاوديدونکي توکي هم  دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي .

ده وويل  ددغو دوو عملياتو په بهيرکې دافغان اوناټو سرتيرو اوملکي وګړو ته  کوم زيان نه دي اوښتي.،

ديوبل خبرله مخې  دمحب الله  په نامه يو جګړه مار طالب  تيره شپه دهغه دهمکارانو دبريد له امله دښرنې ښاردکره خيلو په سيمه کې ووژل شو.

مخلص افغان وويل ددغې وژنې علت معلوم نه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته