امنیت

دافغان اوبهرنيو ځواکونو ګډ تمرينونه

کابل باختر د کب دمياشتې  ٣ :
د هرات ولايت دامنيې قوماندانۍ د ځانګړو ځواکونو له خوا دنړيوالو  ځواکونوپه همکارۍ  پوځي تمرينات پيل شول.
دغه عمليات په سختو شرايطو کې له  ډاراچوونکو او تروريستانو سره دمبارزې  په خاطر دپوهاوي دکچې دلوړولو په خاطر ترسره شوي دي.
په هغو مراسمو کې چې  په همدې مناسبت   د٦٠٦  انصار  زون قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ ، دهرا ت ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدايوب انصاري  و د٢٠٧ ظفرقول اردو قوماندان ، دايساف قوماندان  او دهرات دنړيوال هوايي ډګر دپوځي او ملکي مسوولينو په ګډون  جوړه شوې وه ، ګډون  کوونکو ددغه  شان تمرينونو ترسره کول يې دپوليسو په  دندو او په  خاصه توګه په ځانګړې قطعې کې  ډير ګټور  وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته