کابل باختر د ثور لسمه :
د جوزجان والي د دولت وسله والو مخالفينو ته په خطاب کې وويل چې دوه ټاکنې لرئ ، راځئ د سولې له بهير سره يوځاى شئ او په راتلونکو انتخاباتو کې ونډه واخلي او يا دا چې د پخواني شوروي د سرو ځواکونو په شان به د افغانستان د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شى .
د جوزجان والي لطف الله عزيزي دغه ټکى د پخواني شوروي اتحاد پرخلاف د افغانستان د خلکو د برحقه جهاد د شپږ ويشتمې کاليزې د درناوي په غونډه کې چې په دغه ولايت کې جوړه شوې وه څرګند کړ .
عزيزي دپخواني شوروي د سرو ځواکونو په وړاندې د افغانستان د خلکو برياليتوب د هېواد د تاريخ يوه مهمه برخه وبلله او ويې ويل چې؛ د افغانستان خلکو له قرانکريم څخه لارښوونه اخېستې ده او د پخواني شوروي د سرو ځواکونو په وړاندې يې خپلې سيمې سپر کړې او برياليتوب يې وګاټه .
ده ټينګار وکړ چې ؛د افغانستان د خلکو له سرښندنو او اتلواليو وروسته په هېواد کې نوې پاڼه پرانېستل شوه ، چې ټول قشرونه او ګوندونه تر يوواحد چتر لاندې ودريدل او اوس د هېواد د پرمختګ او د بيا رغاونې لپارهلې ځلې کوي .
په دې غونډه کې دغه راز په راتلونکو انتخاباتو کې د رايې ورکولو لپاره د نوم ليکنې په بهير کې د خلکو په پراخ ګډون ټينګار وشو . ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل