امنیت

دملي اردو يو منسوب شهيد شو

کابل  باختردلندي دمياشتې  ٧ :
په هلمند اونيمروز ولايتونو کې نن دماين دچاودنې په دوو جلاجلاپيښو کې دملي اردو يو منسوب شهيد اواووه تنه  نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر او ويندوى باختراژانس ته خبرورکړ.
دهلمندولايت په مربوطاتو کې ديو ماين دچاودنې له امله دملي اردو يومنسوب شهيد او‌څلور تنه نور ټپيان شول  او دنيمروز ولايت ددل ارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديو بل ماين  د چاودنې له امله دملي اردو درې تنه منسوبين ټپيان شول . ؛
د دغو پيښو دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي بلل شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته