سیاست

اشرف غني احمدزى : دهلال احمر ټولنه : يوازينۍ بشردوستانه او ملي اعتبار لرونکى بنسټ دى چې تل له مصيبت ځپلوسره دمرستې په لاره کې مخکښه ده

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس ډاکتر محمداشرف غني احمدزي  دپيغام په لوستلو سره  دافغاني سرې مياشتې  دټولنې  مخصوصه اوونۍ نن ونمانځل شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  په هغې غونډه چې په همدې مناسبت  دکابل په آسمايي تالار کې جوړه شوې وه  په همدې مناسبت  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس پيغام دماليې وزارت  دمعين عبدالرزاق واحدي له خوا ولوستل شو.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس په پيغام  کې  دهلال احمر ټولنه يو ملي  بشردوست اومرستندوى  بنسټ په توګه بلل شوې ده  او ويل شوي دي   چې دغه بنسټ   دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې  دسره صليب  اودهلال احمر دنړيوال  غورځنګ داساسي اصولو پربنسټ په هېواد کې فعاليت کړى دى او د اړو اوبيوزلو  خلکو دمرستې  او خدمتونوپه برخه کې يې دافغانستان داسلامي جمهوريت له دولت سره  همکاره او مرستندويه ده .
دډاکتر اشرف غني احمدزي په پيغام کې څرګنده شوې ده  چې دافغاني سرې مياشتې ټولنې  ديوازينۍ بشردوست  ملي  او باوري بنسټ په توګه  په خپلو امکاناتوسره   له بيوزلو او بې سرپرستو کسانو سره دمرستې په لاره کې  عالي وياړنې ګټلي دي  او دغه اداره  تل دبشردوستانه خدمتونو په وړاندې کولو کې  مخکښه ده .
دجمهوررييس  دپيغام په يوه بله برخه کې  ويل شوي دي  چې دافغاني سرې مياشتې له ټولنې سره مرسته  په حقيقت کې  زموږ له مصيبت ځپلو او زيانمنو شويو هېوادوالو سره مرسته ده .
له دې امله  دخصوصي برخې ، ملي سوداګرو  ، کسبګرو  اوصنعتکارانوپه ګډون  له ټولو هېوادوالو څخه غواړم چې ددغه ملي بنسټ  دپياوړتيا  او دهغه داقتصادي   بنسټونو  دټينګښت لپاره له هيڅ راز همکارۍ  او مرستې څخه ډډه ونه کړي .
جمهوررييس په خپل پيغام کې دغه راز  ددولتي ادارو  له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې  دخپل يو ورځنۍ معاش او دکابينې غړي ديوې اوونۍ معاش په ورکولو سره دافغاني سرې مياشتې له عالي ټولنې سره مرسته وکړي.
په دې غونډه کې وروسته  دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې رييسې فاطمې ګيلاني خبرې وکړې او ويې  ويل دافغاني سرې مياشتي عالي ټولنه  دبشري محور په توګه  په رضاکارانه ډول  د اړو خلکو په خدمت کې ده  اوپه هېواد کې دطبيعي پيښو له امله په سلو کې اويا زيانمنو شويو کسانو  دافغاني سرې مياشتې  دعالي ټولنې له مرستو څخه  ګټه اخيستې ده .
دې وويل :  چې دافغاني سرې مياشتې  دعالي ټولنې اداره   دجنګي پيښو له زيانمنو شويو کسانو  ، راستنو شويو کسانو  اوله هغو ماشومانو سره  چې دزړه دسوري په ناروغۍ اخته دي  او شمير يې تراوسه پورې څلورسوه تنو ته رسيږي دهېواد په  دننه او بهرکې  بشردوستانه مرسته کړې ده .
دغه راز فاطمې ګيلاني   دافغاني سرې مياشتې د ټولنې نور يوکلن خدمتونه  بيان کړل  اوله دغې ټولنې سره  دملي سوداګرو اوبنسټونو دمرستې له امله يې  قدرداني وکړه  اوپه دې برخه کې يې دهغوى دزياتو مرستو غوښتنه وکړه .
په دې غونډه کې دغه راز دسره صليب له نړيوالې ټولنې څخه مونيکا اوکرک جکسن   اودپوهنې وزارت  داسلامي تعليماتو  معين شفيق صميم  په وار سره  دافغاني سرې مياشتې دټولنې دهدفونو  اوله دغه بنسټ سره  دمرستې داړتيا په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته