کابل/ باختر د تلې دمياشتې ٥ :
د افغان روشن د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پړاوکې د ميوند اتلانو او د سپين غر بازانو ټيمونو لوبه وکړه او د صفر په وړاندې په يوې سره د ميوند اتلانو د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
ټاکل شوې ده؛ د دغو سياليو په دوام سبا د شاهين آسمايي او د موج هاى آمو ټيمونه لوبه وکړي.
د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو وروستى پړاو ټاکل شوې ده د راتلوونکې جمعې په ورځ ترسره شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ