کا بل باختر د ليندۍ لسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه فعال قوماندانان دملي پوليسو دځواکونو دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دسانچارک ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي بازمحمد دوسله والو طالبانو دډلې له خوا ددغې ولسوالۍ لپاره د نومول شوي پوځي مسوول په شاکر مشهور مولوي قمر الدين سره دسرپل ولايت دپوليسو دامنيتي فعاليت په بهير کې ووژل شول .
دغه راز دپوليسو موظفينو دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند څلور تنه ماين ښخوونکي په پکتيا ولايت کې ونيول .
دغو څلورو تنو ماين ښخوونکو غوښتل دپکتيا ولايت داحمد اباد ولسوالۍ په سړک کې ماينونه ښخ کړي چې دملي پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شول .
1 1 دقیقه لوستل