ښوونه او روزنه

دکابل پوهنتون نوى رييس معرفي شو .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
  دکابل پوهنتون نوى رييس نن دلوړو زده کړو دوزيرې له خوا ددغه پوهنتون استادانو او اداري منسوبينو ته وروپيژندل شو.
پوهنيار حميد الله فاروقي دلوړو زده کړو وزارت په وړانديز  او د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست   په منظورى  دکابل پوهنتون درييس په توګه ټاکل شوى دى. 
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دکابل پوهنتون په اديتوريم کې جوړه شوې وه د لوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې مومند وويل چې نن يوداسې شخص دکابل پوهنتون درييس په توګه په کار پيل کوي چې دخپل عمر زياته موده يې په دغه پوهنتون کې داستاد په توګه دهېواد دبچيانو  په خدمت کې وقف کړې ده .
دې وويل چې کابل پوهنتون   دغه راز  مدبر پياوړي او بريالي مشرته اړتيا لري .
دې زياته کړه چې پوهنيار حميد الله فاروفي  يوله هغو شخصيتونو څخه دى چې کولاى شي له دغه ستر مسووليت څخه بريالي راووځي .
  دلوړو زده کړو وزيرې دکابل پوهنتون دپخواني استاد پوهاند حبيب الله حبيب  کړه وړه او فعاليتونه هم وستايل او ويې ويل چې ده ددغه پوهنتون دمديريت په بهير کې وړتيا وښودله .
په دې غونډه کې وروسته دلوړو زده کړو په چارو کې دجمهور رييس دسلاکار په توګه دپوهنيار حميد الله فاروقي دټاکنې په باره کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس فرمان هم ولوستل شو .
ورپسي حميد الله فاروقي خبرې وکړې او ويې ويل دهغه  اعتماد له امله چې دلوړو زده کړو وزارت او په خپله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په ده کړى دى ډيره مننه او قدرداني کوي .
ده ژمنه وکړه چې داستادانو او دلوړو زده کړو وزارت دمشرتابه په همکارۍ به محصلانو ته دښو اکادميکي زمينو په برابرولو کې دخپلو دندو اومسووليتونو دترسره کولو په کار کې جدي هلې ځلې وکړي او دغه راز داستادانو دستونزو له منځه ورلو کې  به هڅه او هاند وکړي .
  په پاى کې دکابل پوهنتون دشرعياتو دپوهنځي استاد ډاکتر محمد اياز نيازي  دکابل پوهنتون دنورواستادانوپه استازيتوب  خبرې وکړې  او په ټولو برخو کې يې له نوى رييس سره  دهمکارۍ ژمنه وکړه .
په دې غونډه کې دجمهور رييس ستر سلاکار قيوم کوچي دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزير نصير احمد دراني دچارو دادارې مرستيال فريدون الهام ، دملي شورا يوشمير غړو او دکابل پوهنتون يوشمير استادانو ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته