ګردیز باختر د وږي ۲۴ مه
د پکتیا ولایت د زرملې ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې نن سهار د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه مهم قوماندانان په جهاد یار مشهور عبدالسلام او په هلال مشهور زمان د غوڅ ملاتړ په هوايي برید کې ووژل شول.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د باختر آژانس سیمه ېيز خبریال ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په یاد برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ