سیاست

د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیغام

کابل_باختر د وري د مياشتې ١نيټه:
د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د فرانس پریس د خبري آژانس افغان ژورنالیست سردار احمد پر سرینا هوټل باندې په پروني تروریستي بریدکې له خپلې مېرمنې او دوه کوچنیو ماشومانو سره په شهادت رسېدلی دی.
انالله و انا الیه راجعون
ارواښاد سردار احمد د افغانستان یو ځوان، فعال، هڅاند او د ملي احساس لرونکی ژورنالیست و، د ده مړینه موږ ټولو، د ژورنالیستانو کورنۍ ته یوه ستره ضایعه ده.
د خپل ځان او د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او ژورنالیستانو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې يې جمیل صبر په نصیب شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته