امنیت

نهه تنه مخالفين له دولت سره يوځاى شول

٥١ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢٧ :

ددوو قوماندانانو په گډون نهه تنه مخالفين نن په لغمان ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول.

دلغمان ولايت  دملي امنيت رييس  دباختر اطلاعاتي ا ژانس ته وويل  معروف شاه  اوشيراقا چې له خپلو اووتنو افرادوسره پخوا دبادپښ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دولتي ضد عملونو بوخت و دامنيتي   ځواکونو دهڅواوهاند له امله  دسولې له بهيرسره يوځاى شول.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  دغو کسانو يوه  پيکا، دوه توغندي ويشتوونکې ، درې کلاشينکوفونه ، يوه پپشه  ،  دوه کره بين ټوپکونه ، دوه درې سوه درې بور ټوپکونه  او يوه تومانچه  له ځان سره راوړي ده.

دلغمان  والي محمداقًبال عزيزي  دوى ته دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې له نورو کسانو څخه  چې له دولت سره په مخالفت  کې دي   وغوښتل چې له مخالفت څخه لاس واخلي اوله دولت سره يوځاى شي شي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته