فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا!

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا!
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت د مصوونيت او روزنې د ودې د مرکزونو رياست په دې وروستيو وختوکې په سلوکې له ديرشوڅخه تر شپيتو پورې د تخفيف په پام کې نيولوسره د رحمانزي د روغتيايي علومو له انستيتوت،  د ابو علي سينا د روغتيايي علومو له انستيتوت، د روغتيا د علومو له انستيتوت، د امام محمدغزالي د روغتيايي علومو د انستيتوت، د هيواد د عالي تعليماتو له انستيتوت، د شاهين د معلوماتي تکنالوژۍ له انستيتوت، د کايناتو له عالي دارالمعلمين، د ښکلى کابل له عالي دارالمعلمين او د قدس له روزنيز مرکز سره قراردادونه لاسليک کړي دي.
مينه وال کولاى شي د نوم ليکنې په مقصد له دوو عکسونو او د تابعيت دتذکرې له کاپي سره په پل باغ عمومي کې د ځوانانو د چارو معينيت ته ورشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته