امنیت

د حصارک – شېرزادو سړک د طالبانو له شتون څخه پاک شو

کابل / د وري ۳ مه / باختر
په داسې حال کې چې په ننګرهار کې پوځي عمليات دوام لري، افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو له شتون څخه د حصارک – شېرزادو سړک د پاکولو خبر ورکړ.
دغه عمليات يوه نيمه مياشت مخکې د سلګونو افغان ځواکونو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د شېرزادو او حصارک ولسواليو په ځينو سيمو کې چېرته چې په دغو وروستيو کې د وسله والو طالبانو د شتون او فعاليت د زياتوالي ډګر و، پيل شوى او لا هم دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې افغان ځواکونه بريالي شوي دي د حصارک – شېرزادو سړک د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي.
هغه زیاته کړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى.
ټاکل شوې ده دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د شېرزادو او حصارک ولسوالیو تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.
د سيمې اوسېدونکي خوشحاله دي او وايي چې د دوى له سيمو څخه د وسله والوطالبانو د ټغر په راټولولو سره به د پرمختګ او د عادي ژوندانه بهير له سره پيل شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
په ننګرهار کې ١٣ وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
پوليس وايي چې پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار په نازيانو او هسکې مينې ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د هغوى د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا بريدونه وشول.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته