امنیت

دوه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باخترد زمري  پنځمه :
دوه ديرش تنه طالبان پرون دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
  دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ليکلي دي: دافغان امنيتي ځواکونو په هغوګډو چاڼيزو عملياتوکې چې په تيروڅليرويشت ساعتوکې دغزني ، هلمند ،کونړ ، نورستان او پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دوه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول، څلور تنه يې ټپيان او لس تنه نور يې ونيول شول او په دغو عملياتوکې  ددښمن  يوه زياته اندازه درانده اوسپک جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې:  دملي پوليسو منسوبينو پرون  د وسايطو ضد يوولس ماينونه دلغمان ، سمنګانو او دقندهار د ولايتونو په مربوطاتوکې چې نوى د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړاى شوي و؛ کشف او شنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته