خبرونهورزش

د ننګرهار لېسې ټيم د باسکټبال د سياليو اتل شو

۳۶- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د ننګرهار لېسې د باسکټبال ټيم د ننګرهار د پوهنې رياست د باسکټبال د سياليو اتلولي وګټله.
دغه ټيم په پايلوبه کې دمياعمر لېسې ټيم ته د درېيو امتيازونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلوالي يې وګټله.
دغه سيالۍ د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار د هلکانو د شپږو لېسو د ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې.
د ننګرهار د پوهنې رياست ورزشي آمر ميراحمد خالد باختر آژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او د باسکټبال ورزش د غوره څېرو د ټاکنې په موخه پيل شوې وې.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته