ورزش

په لوګر کې دلومړي ورزشي ستديوم پرانستل.

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
دلومړي ځل لپاره په لوګر ولايت کې معيارى وزرشي ستديوم نن دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو دوزيرې او دلوګر دوالي محمد حليم فدايي له خوا پرانستل شو.
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزيرې پوهنملې سلامت عظيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ورزشي ستديوم دنشه يي توکو پرخلاف دمبآرزې دچارو وزارت دبديل ژوندانه دپروګرام له بودجې څخه دشپږ سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى چې په يوه وخت کې د درې زره دوه سوه اته ديرشو تنو ننداره کوونکو ظرفيت لري.
ده څرګند کړه چې په دې ورزشي ستديوم کې په معياري ډول دفوټبال ، واليبال ،باسکيتبال او دځغاستې ډګرونه جوړ شوي دي او همدا اوس دلوګر ولايت دورزشکارو ځوانانو او تنکيو ځوانانو په خدمت کې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته