سیاست

د رای ورکوونکو د نوم لیکنې دبهیر څرنګوالی وارزول شو

کابل باختر د وري ديرشمه :
په تېرو څلورو ورځو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د څرنګوالي په اړه د بحث غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
دجهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ټاکنو دخپلواک کمېسیون رئیس او غړو، یوشمېر وزیرانو او دولتي لوړ پورو مقاماتو، د مرسته کوونکو هېوادونو ځینو سفیرانو او استازو او د سیاسي ګوندونو استازو هم حضور درلود، د ټاکنو دخپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د پرمختګونو او د رای ورکولو مرکزونود ننګونو په اړه غونډې ته مفصل معلومات ورکړل.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه، چې پر حکومت سربېره د ټاکنو خپلواک کمېسیون، علمای کرام، مدني ټولنه او د ښځو شبکې دې په همغږی د ولایتونو او ولسوالیو د مرکزونو په کچه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د چټکتیا په خاطرد خلکو پوهاوی زیات کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته