سیاست

اجراييه رييس : دمعلوليت لرونکو کسانو ستونزې دوزيرانو شورا دکار په لارښود کې نيولې کيږي

کابل باختر د لړم  نهمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دمعلوليت لرونکو کسانو دحقوقو دمدافعو بنسټونو له يوشمير استازو سره وکتل او دهغوى دستونزو دحل کولو په باب يې  خبرې وکړې .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دکتنې په پيل کې مسوولينو دټولنې ددغې زيانمنونکي برخې په نسبت داجراييه رييس دهميشنۍ او هراړخيز ملاتړله امله  مننه او قدرداني وکړه .
په دې کتنه کې معلوليت لرونکو کسانو له اجراييه رييس څخه وغوښتل چې اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي چې دمعلوليت  لرونکو کسانو دفدراسيون دجوړولو په لاره کې دې له دوى سره همکاري وکړي او دغه راز دکار ټولنيزو چارو ، شهيدانو اومعلولينو وزارت په چوکاټ کې دې يوه خپلواکه اداره جوړه شي چې دهغوى دچارو او دمعاشونو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي .
وروسته  ډاکتر عبدالله عبدالله  په اجراييه رياست کې دهغوى د شتون له امله په مننې  سره وويل تاسو په خپل وخت کې دهېواد  دحمکنۍ  بشپړتيا او دملي نواميسو ددفاع لپاره قربانۍ ورکړى دي له دې امله لازمه ده چې تاسې وستايل شئ .
اجراييه رييس دخپلو خبرو په دوام تينګار وکړ چې ستاسو د اړتياو څيړنه او حل کول دحکومت مسووليت دى .
اجراييه رييس دوزيرانو شورا ددارالانشا رييس نصر الله بريالي ارسلايي ته لارښوونه وکړه چې دمعلوليت لرونکو کسانو دچارو دڅيړنې دبرخې له څو تنو استازو او کارپوهانوسره حقوقي او قانوني خبرې  وکړي او ددغو استازو له خوا طرحه شوې وړانديزونه   دي وڅيړي .
اجراييه رييس دوزيرانو شورا ددارالانشا ته لارښووه وکړه چې دقانوني حل دلارو چارو له موندلو وروسته دې دمعلوليت لرونکو کسانو غوښتنې  دوزيرانو شورا په غونډه کې طرحه کړي چې په دې باب لازم تصميم ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته