امنیت

په جوزجان ولايت کې ددريو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

شبرغان باختر دوږي شپږمه :
دوسله والو طالبانو دډلې ديوه سرګروپ په ګډون درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په جوزجان ولايت کې ووژل شول .
  دجوزجان ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني باختراژانس ته وويل  چې درې تنه  وسله وال طالبان له يوسرګروپ  سره دجوزجان ولايت داقچې  ولسوالۍ دچکش   کلي دپل عاقل ګداى په سيمه کې  دپوليسو په کمين کې ووژل شول .
ده زياته کړه په دې جګړه کې دوه تنه نور طالبان ټپيان شول او دوژل شويو کسانو مړي له دريو موټرسايکلونو سره دجګړې په ډګر کې پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته