کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
د قندهار سيمه ييز مقامات وايي چې ٦٠ تنه وسله وال طالبان د قندهار ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي دي .
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په سلګونو تنو وسله والوطالبانو تېره شپه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د زنګيتان په سيمه کې د ملي اردو په پوستو بريدو وکړل او جګړې تر سهاره پورې دوام درلود .
ده وويل چې د دغې جګړې له امله ٦٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور يې هم ټپيان شول.
دراني زياته کړه چې په دغو جګړو کې د ملي اردو شل تنه ځواکونه شهيدان شول.
ختم- سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ