امنیت

د ميدان وردګو ولايت د اقتصاد رياست نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل باختر دوري  دمياشتې٢ ٢ :
د ميدان وردګو ولايت د اقتصاد رياست نوې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ د اقتصاد وزارت د سرپرست پوهنمل حکم خان حبيبي له خوا په داسې حال کې چې دميدان وردګو والي او ددغه ولايت د زياترو دولتي ادارو رييسان هم حاضر وو؛ پرانستل شوه.
د ميدان وردګو ولايت سرپرست عبدالمجيدخوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ د اقتصاد وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه د پاسه١٢مليونو افغانيو په لګښت د يوه جريبه ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې ديوکال په بهيرکې جوړه شوې ده.
خوږياڼې زياته کړه: دغه ودانۍ ١٣ خونې او نور ضروري ملحقات لري او د دغه رياست د کارکوونکو د ځاى د کمښت ستونزه يې لرې کړې ده.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده دوه نورې پروژې چې ديو انستيتوت او د يوه روغتون جوړول شامل دي؛ د هندوستان هېواد په مالي مرسته دسيدآباد په ولسوالۍ او د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښارکې پلې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته