فرهنګ

د بلخ بامي نګارستان په مزارشريف ښارکې جوړ شو

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د بلخ بامي نګارستان په مزارشريف ښارکې پرانستل شو.
په دغه نګارستان کې د انځورګرۍ، خطاطۍ او رسامۍ د دريو تنو ٦٤ هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د بامي نګارستان مسوول محمد سمير د باختر آژانس خبريال ته وويل: په بلخ ولايت کې د هنرمندانو يوه ستونزه په بېلابېلو برخوکې د هنرمندانو ترمنځ نه همغږي وه او له دولت څخه يې وغوښتل چې له هنرمندانو سره په ملاتړکې دغه فرهنګ ته وده ورکړي .
ده له دولت څخه وغوښتل چې نندارې ته د دوى د هنري آثارو د وړاندې کولو لپاره يو دايمي نندارتون جوړ کړي .
صالح محمد خليق د بلخ بامي د نګارستان په نامه د نندارتون د جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دولت د خپل توان په اندازه له هنرمندانو او انځورګرانو سره همکاري لري او هر کال په بلخ کې له نورو مرکزونو سره څو نندارتونونه جوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته